په ۱۷ ولایتونو کې د ساینس مرکزونو علمي غړو اړوندو اعلان شویو (۴۰) خالي بستو
Publish Date
Closing Date
Location
Kabul Afghanistan
په ۱۷ ولایتونو کې د ساینس مرکزونو علمي غړو اړوندو اعلان شویو (۴۰) خالي بستونو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
پوهنې وزارت په ادارو کې د وړ او مسلکي کادرونو جذب لپاره، اوس د ملک په ۱۷ ولایتونو کې د ساینس مرکزونو علمي غړو لپاره (۴۰) خالي بستونه له لاندې جدول سره سم اعلان ته سپاري:
لېنک
د استخدام شرایط
۱. په اړونده څانګه کې د لسانس سند درلودل (تر دې لوړو زدهکړو ته لومړیتوب ورکول کېږي).
۲. د لسانس په دوره کې یې ۷۵٪ نمرې ترلاسه کړې وي او په تحصیلي دوره کې له یوه څخه ډېر چانسونه ونه لري.
۳. د یوې نړۍوالې ژبې سره آشنایي ولري.
۴. عمر یې له ۳۵ کلونو څخه زیات نه وي.
۵. د کمپیوټر پروګرامونو لکه؛ Excel، Word او PowerPoint سره اشنایي ولري.
اړین اسناد
۱. دبرېښنایي پېژندپاڼې/تذکرې کاپي، تحصیلي اسناد (ډیپلوم یا سرټفکېټ)، په ملي ژبو(پښتو او دری)د لسانس دورې اصلي ترانسکریپټ درلودل، چې د لوړو زدهکړو وزارت له خوا تایید شوی وي.
۲. خلص سوانح
لارښود
علاقمند کسان کولای شي، د خپلو موجوده اسنادو سره د ۱۴۴۷/۹/۸ څخه تر ۱۴۴۷/۹/۲۳ نېټې پورې، د پوهنې وزارت ساینس مرکز ریاست ته، چې د کابل ښار، کارته چهار ساحې ته څېرمه په سید جمال الدین افغان دارالمعلمین کې موقعیت لري، مراجعه وکړي.
د پوهنې وزارت