د سمنګان ولایت پوهنې ریاست له ۱۷۰ تنو م.جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲۱
564156

د سمنګان ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوو برابرولو په موخه، له شاوخوا ۱۷۰ تنو م.جاهدینو څخه چې د زده‌کړو له دوام څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د مسئولینو په وینا؛ دغه داوطلبان په ج.هادي فعالیتونو کې د خپلو مصروفیتونو له امله د زده‌کړو له بهیر څخه پاتې شوي وو؛ خو اوس چې تعلیمي فرصتونه برابر شوي، کولای شي خپلې زده‌کړې بیا پیل او دوام ورکړي.
هغوی زیاته کړه چې، ټاکل شوې ده د دغې پروسې ګډون‌وال د خپلې تعلیمي کچې له مخې د ښوونځیو له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې شامل شي.
تر دې وړاندې هم یاد ریاست له سلګونو م.جاهدینو او هغو کډوالو څخه چې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه اخیستې او هغوی یې د خپلې تعلیمي کچې له مخې د زده‌کړو د دوام لپاره اړوندو ښوونځیو ته ورپېژندلي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS