د دایکنډي ولایت په ۳ ولسوالیو کې د ښوونځيو ښوونکو او مسئولینو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړ شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۳
asc

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست له لوري د «اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځني روزنیز ورکشاپونه، د یاد ولایت د سنګ‌تخت، بندر، اشترلي او میرامور ولسوالیو د ښوونځيو د ۱۰۸ تنو ښوونکو او آمرینو لپاره جوړ شول.
یاد روزنیز پروګرامونه د پورته ذکر شویو ولسوالیو د چارواکو، پوهنې آمرینو او ګډون‌والو په حضور کې په رسمي ډول پیل شول.
 د دغو ورکشاپونو منځپانګه چې د ښوونکو د پوهاوي کچې لوړولو او د هغوی د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه طرحه شوې ده، پر مهمو تعلیمي موضوعاتو او د تدریس پر نويو مېتودونو تمرکز لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS