په تخار ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۳
65464

د تخار ولایت پوهنې ریاست د راستنو شویو کډوالو ماشومانو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۳۵۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د ازموینې ګډون‌وال هغه زده‌کوونکي وو چې، له ګاونډیو هېوادونو څخه د ایستلو او هېواد ته د بېرته راستنېدو له امله له زده‌کړو پاتې شوي وو، اوس د تعلیمي فرصتونو په برابرېدو سره کولای شي، د یادې ازموینې تر ترسره کولو وروسته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.
هغوی زیاته کړه؛ پلان شته چې د دې پروسې ګډون‌وال د هغوی د تعلیمي کچې له مخې د یاد ولایت د ښوونځیو له اووم تر دولسم ټولګیو پورې شامل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS