په لوګر ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره د لمریزې برېښنا وسایلو مرسته وشوه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا؛ د یاد ولایت د مرکز اړوند دښت بهاري کلي د «امدادالعلوم سلطانخېل» دیني مدرسې سره د ۴ زره او ۸۰۰ ډالرو په ارزښت د لمریزې برېښنا وسایلو مرسته وشوه.
دغه وسایل چې د سیمې د یوه خیرخواه محترم حاجي شاه ولي زمانخېل له لوري برابر شوي، پکې ۱۲ تختې لمریز ښیښې، یوه لویه بېټرۍ او د لمریز برېښنا د سیسټم نور اړین وسایل شامل دي.
