له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست، د روان کال د تعلیمي سویې د تثبیت د اووم پړاو په ترڅ کې د یاد ولایت په کوزکونړ، کامې، ګوشتې او دره نور ولسوالیو کې له ۱۰۶ تنو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
تمه ده چې دغه ماشومان د خپلې تعلیمي سویې له تثبیت وروسته د زدهکړو د دوام لپاره په ښوونځیو کې جذب شي.
