په غزني ولایت کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ کېښودل شو
د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د میانه علیاتو سیمې اړوند د طلوع منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دغه ښوونځی چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، ۱۰ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، کتابتون، د څښاک پاکو اوبو شبکه او منظم برېښنايي سیستم به ولري.
د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به شاوخوا ۲۰۰ تنو زدهکوونکو خوندي او مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي.
