د لوګر ولایت پلعلم ښار الویزي سیمې اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ۳ جریبه ځمکه وقف کړه
د لوګر ولایت مرکز پلعلم ښار اړوند د الویزي سیمې اوسېدونکو د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) لومړني ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره ۳ جریبه ځمکه وقف کړه، چې ارزښت یې شاوخوا ۲.۱ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل ولي متقي، د سیمې د اوسېدونکو له لوري د دغې ځمکې وقف کول د صدقې جاریې له مهمو بېلګو څخه وبلل او له نورو هېوادوالو یې هم وغوښتل چې د پوهنې له بهیر سره خپلې مادي او معنوي مرستې جاري وساتي.
