د کابل ولایت په ګل‌درې ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۱۴
اتتتت

د کابل ولایت ګل‌درې ولسوالۍ اړوند د کدوله لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه ۸۵۶ زره او ۹۲۱ افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې د ځانګړو مراسمو پر مهال افتتاح او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه ودانۍ ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، احاطوي دېوال، تشنابونه، د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه او د لمریزې برېښنا سیستم لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۱۷
Background image

د بدخشان ولایت د ښوونځیو ښوونکو او مسوولینو په روزنیزه برنامه کې ګډون وکړ

د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۱۵۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه ښوونځي کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند زواکي لېسې په انګړ کې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۳۰۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت د یو محراب جومات جوړولو چارې رسماً پیل او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۴۵
Background image

د کابل ولایت په میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې ۳۵۰ تنو ښوونکو ته اصلاحي او ښوونیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د کابل ولایت پوهنې ریاست اړوند ۳۵۰ تنو ښوونکو ته یو ورځنۍ اصلاحي او ښوونیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS