په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
2652

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا، د تدریس د نوې، معیاري او اغېزمنې طریقې د ترویج، د ټولګي د مدیریتي مهارتونو لوړولو او د زده‌کوونکو د زده‌کړې کیفیت ښه والي په موخه جوړ شوی دی.
د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیب‌الله صاحب‌زاده، د دغه شان علمي غونډو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا د تدریس پر کیفیت مثبت اغېز لري او د زده‌کوونکو د علمي پرمختګ او استعدادونو د ودې لپاره لا مناسب فرصتونه برابروي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۳۸
Background image

د کابل ولایت په دوو ولسوالیو کې له پوهنې سره د څه باندې ۵.۵ میلیونه افغانیو مرسته شوې

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د ښوونیزو مرکزونو د ملاتړ او د تعليمي امکاناتو لاښه والي په موخه، د معارف دوسته خلکو له لوري د کابل ولایت د پغمان او ګلدرې ولسوالیو له پوهنې سره د ۵. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۳۵
Background image

د لوګر له پوهنې ریاست د څو خبرونو لنډیز

د لوګر ولایت د مرکز او بره‌کي برک ولسوالۍ په دوو ښوونځیو کې د ښوونځیو شوراګانو په مالي ملاتړ د اوبو زېرمې، دروازه او د زده‌کوونکو ۲۵ سېټه مېزونه او څوکۍ برابرې او ترمیم شوې دي.
دغه راز،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۳۴
Background image

په سرپل کې د يوې مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ اړوند د فرقانیې مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په ۶۰۰ زره افغانیو مالي ملاتړ جوړه شوې، د یادې ولسوالۍ د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS