د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
41212

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او لګښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ دی چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ برابر شوی دی.

۲-  د «اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی روزنیز پروګرام د غور ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي غلام محمد کاظم په حضور کې د اوو ولسوالیو د ښوونځیو د آمرینو، مدیرانو او سرښوونکو لپاره پیل شو.

۳- د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا، د تدریس د نوې، معیاري او اغېزمنې طریقې د ترویج، د ټولګي د مدیریتي مهارتونو لوړولو او د زده‌کوونکو د زده‌کړې کیفیت ښه والي په موخه جوړ شوی دی.

۴-د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه ښوونځي کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند زواکي لېسې په انګړ کې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۳۰۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت د یو محراب جومات جوړولو چارې رسماً پیل او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۴۵
Background image

د کابل ولایت په میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې ۳۵۰ تنو ښوونکو ته اصلاحي او ښوونیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د کابل ولایت پوهنې ریاست اړوند ۳۵۰ تنو ښوونکو ته یو ورځنۍ اصلاحي او ښوونیزه برنامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

د اسلامي زده کړو د کیفیت ښه والي په موخه په څلورو ولایتونو کې شپږ ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست، د نوي تعلیمي کال د عملیاتي پلان پر بنسټ، د اسلامي زده کړو د کیفیت ښه والي او د انکشاف مسلکي مدرسینو د ظرفیت لوړولو په موخه په. . .

BACK TO NEWS