د زابل ولایت په یوه دیني مدرسه کې د ودانۍ پراختیايي چارې بشپړې شوې
د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ نورالمدارس دیني مدرسې لپاره درې نوې درسي خونې، چې څه موده وړاندې یې د سیمې د خلکو په مالي مرسته د ۱۲۰ زره افغانیو په لګښت د جوړېدو چارې پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ياد ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو په وینا، د دغو درسي خونو په جوړېدو سره له ۲۰۰ تنو څخه ډېرو طلابو ته د زدهکړو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
