داوطلبۍ اعلان

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۳۶
25121

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست په شرايطو برابر  ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د څلور بابه ښوونځیو د ودانیو، تشنابونو، انګړونو او د فاریاب پوهنې ریاست د ودانۍ د ترمیم په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
علاقه‌مندان کولای شي، د شرطپاڼې چاپ شوې کاپي د (۵۰۰) افغانیو په بدل کې ترلاسه او خپل وړانديزونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له قانون سره سم، په سرتړلي ډول، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري/ اسد میاشتې تر ۸مې، پنجشنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د ياد ولایت د پوهنې ریاست مالي او اداري آمریت دفتر ته، چې د میمنې ښار د امنیې قوماندانۍ مخې ته موقعیت لري، وسپاري.
د وړاندیز تضمین۱۲۰،۰۰۰ (یو سل او شل زره) افغانۍ دی، چې د بانکي تضمین په بڼه به وي او د یاد وړاندیز د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵ کال د زمري/اسد میاشتې په اتمه نېټه، پنجشنبې ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د پوهنې ریاست د مالي او اداري آمریت په دفتر کې جوړه شي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS