په غزني ولایت کې د یوه نوي منځني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۴
ص\بیسظزیشس

د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ  جانه‌شاکي سیمې د شاکي منځني ښوونځي نوې ودانۍ د پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په يادو مراسمو کې د غزني  پوهنې رئیس، د جغتو ولسوالۍ پوهنې آمر، د سیمې یو شمېر ځایي مسوولینو، علماءکرامو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده‌کوونکو ګډون درلود٠
یاد ښوونځی په یو نیم جریب ځمکه کې جوړ شوی، چې اته درسي خونې او ټول اړین ملحقات لري. 
د دغې ودانۍ پر جوړولو ټولټال ۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په بشپړېدو سره یې د سیمې د سلګونو ماشومانو لپاره د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS