په خوست ولایت کې د ښوونکو او زدهکوونکو لپاره د درسي مرستندویه توکو وېش بهیر پیل شو
د خوست ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، په دغه ولایت کې د ۸۶ زره ۶۸۰ تنو زدهکوونکو او ۳ زره ۴۸۲ تنو ښوونکو لپاره د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه.
په دغو مرستو کې د زدهکوونکو او ښوونکو بکسونه، د پاکوالي توکي او نور درسي لوازم شامل دي، چې د پوهنې له یوه همکار بنسټ څخه ترلاسه شوي دي.
د یادو توکو له وېش سره به د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځیو ته لا زیاتې ښوونیزې اسانتیاوې برابرې شي.
