د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست اړوند دویمې ودانۍ د ترمیم تړون لاسلیک شو
د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست دویمې ودانۍ د ترمیم او بیارغونې تړون، د ټولو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته، د ۱ میلیون، ۳۱۰ زره او ۶۴۸ افغانیو په ارزښت له یوه ودانیز شرکت سره لاسلیک شو.
په یاد تړون کې د ودانۍ بیارغونه، د دفترونو ترمیم، د اداري کارکوونکو او زدهکوونکو د مېزونو او څوکیو جوړول شامل دي.
