په کاپیسا ولایت کې یوه ښوونځي ته ۱۱۰۰متره مربع ځمکه وقف شوه
د کاپیسا ولایت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اړوند غلامحیدر شهید منځني ښوونځي د ساحې پراختیا په موخه، د سیمې خلکو پوهنې ته۱۱۰۰ متره مربع ځمکه ډالۍ کړه.
د مسوولینو په وینا، له دغې جملې څخه ۳۷۰ متره مربع ځمکه د یو علمپرور شخصیت ملک عبدالمنیر له لوري په وړیا توګه ورکړل شوې او پاتې ۷۳۰متره مربع ځمکه د ښوونځي د ولسي شورا لخوا د ۲۱۹ زره افغانیو په ټولیز لګښت پېرودل شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د ښوونځي لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کولو په موخه د دغې ځمکې د احاطوي دېوال بنسټ ډبره د کاپیسا ولایت د والي محترم الحاج قاري احسانالله بریال، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي سید محمد فیضي، د دیني علماءکرامو او د ښوونځي شورا د غړو په حضور کې کېښودل شوه.
