په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي
د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زدهکړو څخه پاتې شوي وو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري وایي چې دغه ازموینه په بشپړې روڼتیا ترسره او پایلې به یې له دقیقې ارزونې وروسته اعلان شي.
د یادونې وړ ده چې، د ازموینې ګډونوال د اووم ټولګي څخه تر یوولسم ټولګي پورې د اړوندو ښوونځیو په ټولګیو کې جذب او خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
