کنړکې د دوه ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوې

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۱۴:۳۰
کنړکې د دوه ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوې

د کنړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د کربوړۍ لومړني او د ملاعالم کلی منځني ښوونځیو نوې ودانۍ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوې. 
د ښوونځیو د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کنړ والی عبدالستار میرزکوال، د پوهنې ولایتي مسوولینو، ښوونکو، زده کوونکو او یو شمېر نورو چارواکو برخه لرله. 
د کنړ والي د یادو ښوونځيو د ودانیو له بشپړېدو خوښي وښوده او ددې او ورته نورو پروژو د تمویل له امله یې له دوست هېواد هند څخه مننه وکړه. هغه له ښوونکو او زده کوونکو دغه راز وغوښتل، چې د ښوونځيو د نویو ودانیو ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د نوموړو ښوونځيو نوې ودانۍ د ۲۲ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د هندوستان هیواد په مالي مرسته جوړې شوې، چې هره ودانۍ لس درسي ټولګي اونوري اړوندې تولې ښوونیږې آسانتیاوي لرې. چې د یادو ودانیو له پرانېستو سره د شیګل ولسوالۍ سلګونه زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS