په بلخ ولایت کې د یوه ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې
د یوه مرستندویه بنسټ په همکارۍ، د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ اړوند «بنګاله منځني ښوونځي» د ترمیم او بیارغونې چارې د۶۷۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د بلخ پوهنې رئیس مفتي محمدشریف عثماني، په خپله وینا کې د ښوونځیو جوړول او ترمیمول د پوهنې او روزنې د ودې لپاره ډېر ارزښتناک وبلل او د ښوونیز چاپېریال د ښه والي په برخه کې یې د دا ډول همکاریو اهمیت څرګند کړ.
