د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رياست لخوا د کابل ولايت له درې بابه ښوونځیو څخه څارنه وشوه
د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس ښاغلي عبدالوکیل الهام د کابل ولایت د چهاراسیاب ولسوالۍ له چهاراسیاب، خیرآباد او وحدت لېسو څخه لیدنه وکړه.
په ياده لیدنه کې د ساینس او ریاضیاتو د عملي درسونو، لابراتوارونو، کمپیوټرخونو او کتابتونونو وضعیت له نږدې وکتل شو او د ستونزو د حل او چارو لا ښه والي په موخه د ښوونځیو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
