په میدان وردګ کې د سیمهییزو خلکو لخوا له یوه ښوونځي سره مرسته وشوه
د سیمې د اوسېدونکو او د یادې لېسې د فارغانو په مالي ملاتړ، د ۵۹ زره افغانیو په لګښت د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید عالي لېسې د لمریزې برېښنا سیسټم له تخنیکي وسایلو سره برابر او فعال شو.
همدارنګه، د یادې لېسې لپاره دوه عادي او رنګه پرنټرونه او یو کمپیوټر له برېښنایي تجهیزاتو سره وپېرل شو او د ښوونځي ادارې ته ډالۍ شو.
