په دایکنډي ولایت کې ۱۴بابه دیني مدارسو ته له ۱۸ جریبو زیاته ځمکه وقف شوه
د دایکنډي ولایت د پاتو ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې ولسوالۍ ۱۴بابه دیني مدارسو جوړولو او پراختیا لپاره شاوخوا ۱۸.۵ جریبه ځمکه د دغه ولایت پوهنې ریاست ته وقف کړې ده.
د یادو ځمکو اټکلي ارزښت شاوخوا ۵ میلیونه، ۳۲۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ ښودل شوی دی.
