د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست پلاوي، د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې له درې بابه ښوونځیو څخه څارنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۳۹
555

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د رئیس ښاغلي عبدالوکیل الهام په مشرۍ څارنیز پلاوي د کابل ولایت استالف ولسوالۍ اړوند د استالف، شهید مولوي یعقوب او خواجه حسن ښوونځيو له ساینسي لابراتوارونو، کمپیوټر خونو او کتابتونونو څخه لیدنه وکړه.
د لیدنو پرمهال د عملي زده‌کړو بهیر، د موجودو وسایلو د کارونې او ساتنې وضعیت او د ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې او په ځینو ښوونځیو کې د عملي تدریس د کچې د محدودیت او له شته امکاناتو څخه د بشپړې ګټې اخیستنې په اړه اړوندو مسوولینو او ښوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۵۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د نویو ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند سراج‌الاسلام دیني مدرسې لپاره د درېیو درسي ټولګیو جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي مرسته، د ۱۱۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یادو ټولګیو په جوړېدو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۴۶
Background image

په دایکنډي کې د زده‌کوونکو لپاره ښوونیزه برنامه پیل شوه

په دایکنډي ولایت کې د ښوونځیو او دیني مدارسو  د۱۵۰ تنو ممتازوزده‌کوونکو لپاره د لسو اوونیو ښوونیزه او روزنیزه برنامه پیل شوه.
د دغې برنامې موخه د زده‌کوونکو د علمي او فکري کچې لوړول، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۴۴
Background image

د پوهنې وزارت ستر سلاکارد کندهار ولایت له ښوونځیوڅخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت ستر سلاکار، محترم الحاج مولوي غیاث‌الدین آغا، د ښوونیزو چارو لا ښه همغږۍ او پرمختګ په موخه د کندهار ولایت د ښوونځيو له آمرینو او کتابدارانو سره کاري او لارښوونیزه غونډه. . .

BACK TO NEWS