په سرپل کې د ښوونیزو مرکزونو پراختیا لپاره ۸ جریبه ځمکه وقف شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۸
665

د سرپل ولایت علم پروره خلکو، د ښوونیزو بنسټونو د ملاتړ شوراګانو په همکارۍ، شاوخوا ۸ جریبه ځمکه د دیني مدارسو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو جوړولو او پراختیا لپاره وقف کړې ده.
یاده ځمکه د سرپل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ځانګړې شوې چې پکې د سانچارک ولسوالۍ د تخای‌خواجه په کلي کې ۵ جریبه، د همدې ولسوالۍ د بهارستان په کلي کې یوجریب، د کوهستاناتو ولسوالۍ د بیدستان په کلي کې یو جریب او د ګوسفندي ولسوالۍ د بولدیانو په کلي کې یو جریب ځمکه شامله ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS