په لوګر کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په باغک سیمه کې د «انوار محمدیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د سیمهییزو خلکو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر نیم جریب وقف شوې ځمکه پیل شوې.
یاده ودانۍ چې په یوه پوړ کې به جوړه شي، څلور درسي ټولګي او نور اړین ملحقات به ولري او په بشپړېدو سره به ۲۰۰ طلابو ته د یوه خوندي او مناسب ښوونیز چاپېریال زمینه برابره شي.
