د پوهنې وزارت د خصوصي زدهکړو ریاست پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د خصوصي زدهکړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ پلاوی د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
پلاوي د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني سره وکتل او د خپل سفر موخې یې ورسره شریکې کړې.
د هرات پوهنې رئیس د پلاوي هرکلی وکړ او د کاري پلانونو د اغېزمن پلي کېدو په موخه یې د هر اړخیزې همکارۍ او اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.
