د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه
د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلامربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او د اجرایوي ټیمونو ملاتړ په موخه بدخشان ولایت ته سفر وکړ.
پلاوي د پوهنې له مسوولینو سره په لیدنه کې د څارنې او ارزونې بېلابېلې برخې وکتلې او د ښوونیزو برنامو د پلي کېدو، راپورونو راټولولو او ارزونې، ستونزو د تشخیص او د چارو ښه والي لپاره د مناسبو حللارو په اړه بحث او خبرې وکړې.
همداراز اسناد او راپورونه و ارزول شول او د پوهنې وزارت له اړوندو برخو سره پر لا زیاتې همغږۍ، د کاري بهیر پر ښه والي او پر وخت او کره راپور ورکولو ټینګار وشو.
