د اساسي او ثانوي زدهکړو ریاست د اړتیا وړ ۱۲۷ قلمه درملو، لابراتواري موادو، رجنټونو او لومړنیو مرستو د توکو تدارک او پېرودل
Publish Date
Closing Date
پوهنې وزارت د شرایطو وړ ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د اساسي او ثانوي زدهکړو ریاست د اړتیا وړ ۱۲۷ قلمه درملو، لابراتواري موادو، رجنټونو او لومړنیو مرستو د توکو د تدارک او پېرودلو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي د اړوندې شرطپاڼې سافټ کاپي په حافظه یا فلش کې ترلاسه کړي او یا یې د ملي تدارکاتو ریاست له وېبپاڼې (www.npd.gov.af) څخه ترلاسه کړي. خپل وړاندیزونه دې د شرطپاڼې له شرایطو، د عقود له قانون او د تدارکاتو له کړنلارې سره سم، په سرتړلي بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې د ۲۲مې نېټې، چهارشنبې ورځې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار، ده افغانانو سیمې ته څېرمه محمدجان خان واټ کې موقعیت لري، وسپاري.
له ټاکلي وخت څخه وروسته رسېدونکي او د انټرنېټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز تضمین ته اړتیا نشته او د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۲۲مه، چهارشنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست په تالار کې ترسره شي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
