د ختیځ زون اړوند مدارسو او دارالحفاظونو له علماءکرامو او مهتممینو سره د پوهنې وزارت د مشرتابه مشورتي غونډه جوړه شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۴
7

د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ختیځ زون له علماءکرامو او د مدارسو له مهتممینو سره په یوه مشورتي غونډه کې وکتل.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده، د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، ستر سلاکار محترم مولوي عبدالقیوم آغا «پاچاصاحب»، د ننګرهار ولایت مرستیال والي، د پوهنې وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د اړوندو ولایتونو پوهنې رئیسانو، د ننګرهار ولایت د علماوو شورا رئیس او ګڼ شمېر مسوولینو او علما‌ءکرامو ګډون درلود.
په پیل کې د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو لوی رئیس محترم مفتي محمدیوسف ثاقب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د مدارسو او دارالحفاظونو مهتممینو ته په خطاب کې وویل: « د مدارسو د کیفیت لوړولو په برخه کې یوازې موږ مسوول نه یو، بلکې تاسې هم باید خپلې مشورې له موږ سره شریکې کړئ.»
همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې مدرسه د فکري جوړښت په رامنځته کولو کې اساسي رول لري او له ټولو مهتممینو یې وغوښتل چې د طلابو فکري برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده د مدآرسو او دارالحفاظونو د مهمو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د پوهنې وزارت د ښوونیزو بنسټونو پیاوړتیا ته په بشپړه توګه ژمن دی. موږ په هغو سیمو کې هم ښوونیز بنسټونه جوړ کړي، چې په خپل تاریخ کې یې د داسې ښوونیزو بنسټونو بېلګه نه وه لیدلې؛ لکه په بدخشان پامیر کې د ښوونیزو بنسټونو جوړول او نور...»
د پوهنې وزارت معین، د مدارسو او دارالحفاظونو د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه لاندې مهم معلومات وړاندې کړل:
* په مدارسو او دارالحفاظونو کې ۹۲ زره استادانو ته معاش ورکول کېږي.
* په مدارسو او دارالحفاظونو کې ۳۶ لکه طلاب العلم په زده‌کړو بوخت دي.
* د رهبرۍ د شفقت او همدردۍ پر بنسټ، په ټول ملک کې د ۵۰۰ مدارسو لپاره د لیلیې آسانتیاوې برابرې شوې دي.
* په ټول ملک کې د مدارسو له طلابو څخه ګډې ازموینې په معیاري او روڼ ډول اخیستل کېږي.
* د علمي سیالیو جوړول او یو شمېر نور مهم فعالیتونه هم ترسره شوي دي.
همدارنګه د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل د مدیریت او نظم په اړه وینا وکړه.
 نوموړي اداره او نظم د شرعي نصوصو په رڼا کې تشرېح کړل او د نظم او مدیریت پر اهمیت یې هم په تفصیل سره خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت معین، د سیرت او تاریخي واقعیتونو په استناد سره د ناستې ګډونوالو ته اغېزمنې بېلګې وړاندې کړې.
په ورته مهال د اسلامي زده‌کړو معینیت د استعدادونو د ارزونې رئیس محترم مفتي عبدالولي سداد د نصاب، مسوولیتونو او مکلفیتونو د اهمیت په اړه وینا وکړه.
نوموړي د مهتممینو د دندو لایحه او د پلان اهمیت بیان کړ او د هغو پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ. 
د استعدادونو د ارزونې رئیس، په خپلو خبرو کې د نظم په اړه وویل چې که نظم ګډوډ شي، بې‌کیفيتي رامنځته کېږي او زیاته یې کړه چې استاد باید زده‌کوونکي د بېلابېلو علومو زده‌کړې ته وهڅوي؛ ځکه اوسنۍ نړۍ د عصري علومو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري او اوسنی نظام د دیني علومو ترڅنګ ساینسي علومو ته هم جدي اړتیا لري.
یو شمېر نورو علماءکرامو هم د دغې ناستې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
په پای کې دغه پرتمینه ناسته د پوهنې وزارت د ستر سلاکار محترم مولوي عبدالقیوم آغا «پاچاصاحب» له لوري په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د بامیان  ولايت د کرنې ریاست ۲۶ تنه کارکوونکي د سواد زده‌کړې له کورسونو فارغ شول

د پوهنې او کرنې وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت د کرنې ریاست ۲۶ تنه کارکوونکي او خدماتي اجیران د سواد زده‌کړې د ښوونیزې دورې تر بشپړولو وروسته، د ېو لړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۸
Background image

په پکتیا کې د یوه ښوونځي لپاره ٣ نوي درسي ټولګي جوړ شول

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار اړوند بنوزیو عالي لېسې لپاره د ځايي خلکو په مالي ملاتړ، د ۳۳۲ زره افغانیو په لګښت درې معیاري درسي ټولګي جوړ او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۶
Background image

د زابل په مرکزي محبس کې نوې مدرسه تاسيس شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري د زابل ولایت په مرکزي محبس کې د «العمریه» په نوم نوې مدرسه په رسمي ډول پرانیستل شوه.
د یادې مدرسې د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې مسوولینو. . .

BACK TO NEWS