په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول
د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او ښوونکو ته د اړینو امکاناتو برابرول دي.
د پنجشېر پوهنې ریاست د یاد مرسته کوونکي بنسټ له همکارۍ څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ، د ښوونیز نظام د پیاوړتیا او د ښوونې او روزنې د کیفیت لا ښهوالي په برخه کې د همکارو بنسټونو ونډه ارزښتناکه بللې ده.
