پوهنې وزیر د پامیر له مشرانو سره په لیدنه کي د پامیر په سیمو کي به د پوهنې او روزني خدمتونه ښه والی ومومي
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر د پامیر له مشرانو سره په لیدنه کي یاده کړه چي د وزارت مشرتابه د پامیر په سیمو کي د ښووني او روزني په برخه کي جدي تعهد لري
په دي لیدنه کي چي د پوهنې وزارت کي ترسره شوه؛ د بدخشان پامیر سیمو یو شمیر مشرانو د پوهنې په برخه کي خپلي ستونزي یادي او د هغو د څار او حل غوښتونکي شول
داکتر بلخي د بدخشان پامیرونو شته تعلیمي ستونزو له اوریدو وروسته په یو شمیر ستونزو لکه د پوهنې تشکیل په یادو سیموکي، د ښوونکو جذب له سیمه ایزو معاشونو سره او د ډیرو ښوونیزو مرکزونو په جوړونه ټینګار وکړ
د لیدني په پاي کي د بدخشان پامیر سیمو مشرانو په افغانستان کي د پوهنې د حالت له ښه والي یاده کړه او په دي برخه کي یي د پوهنې وزیر لاسته راوړني وستایلي.
