پکتیا کې د یو ښوونځي جوړولو چارې وارزول شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۱:۵۳
541514

د پکتیا ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، د دغه ولایت  زرمت ولسوالۍ اړوند کوتي‌خېل لېسې د نوې ودانۍ جوړولو له چارو لیدنه وکړه او د ودانیزو چارو د پرمختګ بهیر یې له نږدې وارزاوه.
ټاکل شوې ده، چې یاده ودانۍ د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱۱ میلیونه ۴۲۹ زره او۷۸۰ افغانیو په لګښت جوړه شي.
نوموړي د ودانیز شرکت مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د ساختماني چارو کیفیت ته جدي پام وکړي، ټول کارونه د منل شویو تخنیکي او ودانیزو معیارونو سره سم ترسره او پروژه په ټاکلي وخت او د اصولو مطابق بشپړه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۲۹
Background image

د کابل ښار ښوونکو لپاره علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د ياد رياست د رٸيس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په حضور کې، د کابل ښار ښوونکو. . .

BACK TO NEWS