پکتیا کې د یو ښوونځي جوړولو چارې وارزول شوې
د پکتیا ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، د دغه ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند کوتيخېل لېسې د نوې ودانۍ جوړولو له چارو لیدنه وکړه او د ودانیزو چارو د پرمختګ بهیر یې له نږدې وارزاوه.
ټاکل شوې ده، چې یاده ودانۍ د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱۱ میلیونه ۴۲۹ زره او۷۸۰ افغانیو په لګښت جوړه شي.
نوموړي د ودانیز شرکت مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د ساختماني چارو کیفیت ته جدي پام وکړي، ټول کارونه د منل شویو تخنیکي او ودانیزو معیارونو سره سم ترسره او پروژه په ټاکلي وخت او د اصولو مطابق بشپړه کړي.
