د پوهنې وزارت د داخلي تفتیش رئیس سرپل ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د داخلي تفتیش رئیس محترم قاري عتیقالله مؤذن له مل پلاوي سره سرپل ولایت ته سفر وکړ او هلته يې له پوهنې رئیس محترم مولوي رحمتالله جابر سره تر لیدنې او خبرو اترو وروسته د یاد ریاست د تفتیش، مالي، تهیه او تدارکاتو او خدماتو برخو مفتشینو او کارکوونکو ته د مسلکي وړتیا لوړونې یو ورځنۍ برنامه پرانیسته.
همدارنګه نوموړي د برنامې د پرانیستې په مراسمو کې د تفتیش پر اهمیت، د اداري اصولو او مقرراتو پر رعایتولو، د چارو په ترسره کولو کې پر روڼتیا او د کارکوونکو پر مسوولیتپالنې خبرې وکړې او د مسلکي وړتیاوو پر لوړولو او د کاري بهیر پر ښهوالي یې ټینګار وکړ.
دغه راز، د پوهنې وزارت د تفتیش ریاست مفتشینو د اړوندو برخو تخصصي موضوعات او اړینې لارښوونې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
د یاد ورکشاپ موخه د سرپل ولایت د پوهنې ریاست د تفتیش، مالي، تهیه او تدارکاتو او خدماتو برخو د مفتشینو او کارکوونکو د مسلکي پوهې او مهارتونو لوړول، د اداري کړنلارو په اړه د هغوی د پوهاوي زیاتول او د کاري وړتیاوو پیاوړتیا ده.
