بدخشان کې د علمي برنامو ترسره کېدل او د غوره زدهکوونکو ستاینه
د علمي استعدادونو د پېژندنې، د زدهکوونکو د هڅونې، نوښت او د هغوی د خلاقیتونو څخه د ملاتړ په موخه، د بدخشان ولایت په یوه ښوونځي کې دوه علمي برنامې جوړې شوې.
په دغو برنامو کې د ساینس او ریاضیاتو د مضمونونو د سیالیو پایلې اعلان او د زدهکوونکو د نوښتونو او اختراعاتو نندارتون هم جوړ شو.
د پوهنې مسوولینو د پروګرامونو په پیل کې د علم او پوهې د ارزښت، د ساینس او ریاضیاتو د مضمونونو د اهمیت، د ټکنالوژۍ د رول او د نوښتونو د اغېز په اړه د ټولنې د ودې او پرمختګ په برخه کې خپلې نظریې او لیدلوري شریک کړل.
په پای کې غوره زدهکوونکو ته د هڅونې په موخه ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.
