په فاریاب کې د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو ته څلور ورځنی مسلکي روزنیز پروګرام پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۹:۵۹
عنتا

د پوهنې وزارت د داخلي تفتیش ریاست پلاوی، چې مشري یې د یاد ریاست رئیس محترم قاري عتیق‌الله مؤذن کوي، د رسمي سفر په ترڅ کې فاریاب ولایت ته ورسېد او هلته یې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالله رحماني سره وکتل.
همداراز، د پوهنې وزارت د داخلي تفتیش رئیس د خپل سفر په لړ کې د فاریاب ولایت د پوهنې ریاست د مرکزي هستې د ۴۰ تنو کارکوونکو لپاره د تفتیش، مالي، تدارکاتو، خدماتو او د عقودو د قانون په برخو کې څلور ورځنی د مسلکي ظرفیت لوړونې پروګرام پرانیست.
د دغه پروګرام موخه د کارکوونکو د مسلکي پوهاوي کچې لوړول، د کاري ظرفیت پیاوړتیا، د تخصصي مهارتونو پراختیا او په یادو برخو کې د اداري او مالي اصولو، کړنلارو او مقرراتو په اړه د هغوی د پوهې زیاتول دي، څو له دې لارې د اجراآتو کیفیت ښه، روڼتیا تأمین او اداري چارې په اغېزمنه توګه پرمخ یووړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۱۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې مسوولینو، د سیمې د مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۴۹
Background image

د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې یوه مدرسه پرانیستل شوه

د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ «سرخ‌زمین میان‌کاوک» کلي کلیوالي لومړنۍ دیني مدرسه د پوهنې وزارت له لوري پرانیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار د دیني او ساینسي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۴۷
Background image

په کندوز کې د یوه دارالعلوم د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کندوز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند د نوآباد کلي نعمانیه دارالعلوم د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې وزارت د احصائیې د رئیس محترم الحاج مولوي بسم‌الله نعماني او د سیمې د مشرانو په حضور کې،. . .

BACK TO NEWS