د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۷
514514

پکتیا
د پکتیا ولایت احمدآباد ولسوالۍ اړوند سلام‌خېل لېسې لپاره د ۲۴ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه.

تخار
د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ  کتکجیر لېسې لپاره د سیمې د خلکو د ۱۹۰ زره افغانیو په مالي ملاتړ لمریزه برېښنا نصب او یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره برابر شو.

سرپل
په سرپل ولایت کې د کتابونو اړمنو ښوونځیو لپاره ۳۴ زره او ۸۰۳ ټوکه کتابونه راټول او ووېشل شول.

پکتیکا
 د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ له منورې منځني ښوونځي سره د سیمې د یوه اوسېدونکي الحاج ملا محمد قاسم لخوا ۶۰ زره افغانۍ مرسته وشوه، چې د صحي اوبو د اسانتیاوو برابرولو او زده‌کوونکو ته د جامو په برابرولو کې ولګول شوه.

میدان‌وردګ
د میدان‌وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند شهید ډاکټر اسدالله منځني ښوونځي سره د یو معارف‌دوست شخص له لوري ۱۰۰۰ امریکايي ډالره مرسته وشوه، چې د قرطاسیې او اړینو درسي توکو په پېرلو کې مصرف شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۱۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې مسوولینو، د سیمې د مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۴۹
Background image

د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې یوه مدرسه پرانیستل شوه

د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ «سرخ‌زمین میان‌کاوک» کلي کلیوالي لومړنۍ دیني مدرسه د پوهنې وزارت له لوري پرانیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار د دیني او ساینسي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۴۷
Background image

په کندوز کې د یوه دارالعلوم د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کندوز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند د نوآباد کلي نعمانیه دارالعلوم د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې وزارت د احصائیې د رئیس محترم الحاج مولوي بسم‌الله نعماني او د سیمې د مشرانو په حضور کې،. . .

BACK TO NEWS