په کونړ کې د ښوونکو خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه
د کونړ ولایت د ښوونکو اړوند ۲۳۶ خالي بستونو لپاره د وروستي نوملړ (شارټلېسټ) نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د یادو بستونو لپاره په ټولیز ډول ۲۰۸۳ تنو وروستي نوملړ ته لار موندلې وه، چې له ډلې یې ۱۳۰۰ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محبالله حیدري د ازموینې د بهیر څارنې پر مهال پر روڼتیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې حق به حقدار ته سپارل کېږي او هېڅ ډول واسطه به ونه منل شي.
