په هرات کې یوه ښوونځي ته شپږ درسي ټولګي جوړ شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۴۴
3

د هرات ولایت مرکز اړوند عاصم ښوونځي لپاره د شپږو درسي ټولګیو جوړولو چارې، چې ۳۲۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی، د یاد ښوونځي د تعلیمي شورا له لوري بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو درسي ټولګیو د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې مسوولینو د ښوونځي د شورا له هڅو ستاینه وکړه او زده‌کوونکو ته یې د ښوونې او روزنې لپاره د غوره زمینې برابرولو، د مناسب ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو او له پوهنیزنظام سره د خلکو د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۵۷
Background image

د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو کلنیو ازموینو پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې؛ ټاکل شوې ده، چې د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه وارو دیني مدارسو کلنۍ ازموینې له لاندې مهالوېش سره سمې پیل شي:
۱- د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د درجه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۵۴
Background image

د غور ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته روزنیزه برنامه جوړه شوه

د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د اداري کیفیت ښه‌والي او د ځواب‌ویلو او مسوولیت‌پذیرۍ کولتور پیاوړتیا په موخه، د غور ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۴:۵۳
Background image

په بلخ کې پر یو شمېر ښوونکو د درسي مرستندویه توکو کڅوړې ووېشل شوې

د یوه همکار بنسټ په ملاتړ، د بلخ ولایت د ښوونځیو پر ښوونکو د درسي مرستندویه توکو ۵۸۰ کڅوړې ووېشل شوې.
د دغو بستو ټولیز ارزښت ۳ میلیونه ۸۸۲ زره او ۳۲۰ افغانۍ کېږي.
د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS