د بامیان ولایت یوه ښوونځي ته ۱۰۰ مېزونه او څوکۍ ووېشل شوې
پوهنې وزارت، د ښوونیزو شرایطو لاښهوالي، زدهکوونکو ته د غوره اسانتیاوو برابرولو او راستنو شویو کډوالو د ملاتړ په موخه، د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ اړوند د کډوالو ښوونځي ته شاوخوا ۱۰۰ درېکسیز مېزونه او څوکۍ ووېشلې.
د بامیان پوهنې رئیس محترم قاري عنایتالله سهار، په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د پوهنې وزارت د ملک په کچه د پوهنې ودې او پراختیا او د مناسبو ښوونیزو شرایطو برابرولو ته ژمن دی او هغو هېوادوالو ته چې له کلونو لېرېوالي وروسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي، ځانګړې پاملرنه کوي.
