په غور کې د يو ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غور ولایت الفاروق ولسوالۍ اړوند «شویج علیاء» لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې مسوولینو او چارواکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت، د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ او مالي ملاتړ، پر یو جریب وقف شوې ځمکه جوړېږي.
د دغې ودانۍ په جوړښت کې ۱۲ درسي ټولګي، یو کتابتون او یوه اداري خونه په پام کې نیول شوي دي.
