په خوست کې د هیواد د خپلواکۍ سلمه کلیږه ولمانځل شوه

media-moe
Tue, Aug 20 2019 10:19 AM
په خوست کې د هیواد د خپلواکۍ سلمه کلیږه ولمانځل شوه

د پوهنې وزارت_خوست:  دخو ست  ولایت  اسمعېل خېلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ټولو ښوونځیو زده کوونکو د خپلواکۍ سلمه کالیزه د یادې ولسوالۍ دڅړبڼ لېسې په انګړ کې  ونمانځله.
په یادو مراسمو کې د  خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان سربېره د ولسي جرګې غړي انجینر هلمند هلمند، ولسوال محمد اکبر ځدران د سیمې قومي مشرانو، د مختلفو لېسو زرګونه زده کوونکو، ښوونکو او د علم مینه والو ګډون والو برخه اخیستې وه.
پوهنې رئیس مراسمو ته په خپله وینا کې د خپلواکۍ ساتنې او د زده کوونکو ته د وطن پالنې په باب وویل پر هر زده کوونکي فرض دی چې د رښتنې خپلواکۍ د رسیدو لپاره مسلکي روزنه ترلاسه او خپل ملي ارزښتونه وساتي. 
غونډې ته په وینا کې انجینر هلمند وویل، چې موږ او ستاسو به ددې هېواد خپلواکي د قلم پر زور ساتو او کوشش به کوو څو ځوان او نوی نسل ته دې معیاري او عصري زده کړو زمینه برابره کړو. هغه د پوهنې ریاست وروستۍ هڅې پدې وستایلې چې زده کوونکو کې یې د وطن پالنې او د ملي ارزښتونو د ساتنې شعور ویښ او پیاوړی کړی دی. وروسته زده کوونکو په ترانو، شعرونو، تمثیلي ټوتو او مقالو کې د خپلواکۍ په اړه خپل احساسات او نظریات وړاندې کړل.
تر څنګ د سیمې یو شمیر قومي مخورو مشرانو او یو شمېر ځوانانو خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې د خپلواکۍ ارزښت بیان کړ.
غونډه د زده کوونکو په رسمي ګذشت سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS