د ننگرهار بټي کوټ ولسوالۍ د پوهنې امریت د ودانۍ جوړولو چارې پېل شوې

media-moe
Sat, Oct 05 2019 11:51 AM
د ننگرهار بټي کوټ ولسوالۍ د پوهنې امریت د ودانۍ جوړولو چارې پېل شوې

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د پوهنې امریت د ودانۍ دبنسټ ډبره د یولړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
په همدې موخه په یاده ولسوالۍ کې په جوړ شویو مراسمو کې د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې دبټي کوټ ولسونو ته ددې ودانې د جوړولو د چارو د پېل له امله مبارکۍ وویله او ددغه ولسوالۍ له ولسوال او قومي مشرانو څخه یې مننه وکړه چې د ودانې لپاره یې د ځمکې په موندلو کې مرسته وکړه.
دپوهنې ریس وویل: یاده ودانۍ به پاخه او اساسي ډول د یو کال په موده کې د ۶ میلونه او ۸۰۰ زره افغانیو په مجموعي لګښت د ولایتی بودجې څخه جوړیزي چې پر نورو اسانتیاوو سربیره داړوندو اسنادو دساتنې په موخه یوه زیر زمینې هم ولري، چې په جوړیدو سره به یې دبټي کوټ پوهنې امریت اداري ستونزې هوارې شي.
پوهنې ریس همدارنګه د پوهنیز بهیر پر ولسي کیدا ټینګار وکړ او له ځایي خلکو یې وغوښتل چې خپله هر ډول مرسته له معارف ونه سپموي.
پوهنې ریس همدارنګه دبټي کوټ ولسوالیو د ښوونځیو د لومړي، دویم او دریمو ټولګیو زده کوونکو ته د قرطاسیې او بکسو د ویش لړۍ هم څو تنو زده کوونکو ته د قرطاسیې او بکسو پر ورکړه پېل کړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS