په ښوونځیو کې د ګولیو (تابلیتونو)دلېږد ځنځیري مدیریت دپوهاوي درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو!

media-moe
Tue, Nov 19 2019 11:53 AM
په ښوونځیو کې د ګولیو (تابلیتونو)دلېږد ځنځیري مدیریت دپوهاوي درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو!

د پوهنې وزارت_ننګرهار: په په ښوونځیو کې د ګولیو (تابلیتونو)دلېږد ځنځیري مدیریت دپوهاوي درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو!دې ورکشاپ کې چې د ننګرهار پوهنې ریاست په کوربه توب او د یونیسف ادارې په مالي مرسته د دری ورځو لپاره په جلال اباد ښار کې جوړ شوی پر ننګرهار سربېره د لغمان،کونړ او نورستان ولایتونو دپوهنې ریاستونود روغتیایی او املاکي برخو مسولین او کارکوونکي او همدارنګه د ددغو ولایتونو د روغتیا ریاستونو او ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي د پرګروام استازو برخه اخسیتې ده. دپرانستې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې د زده کوونکو روغتیا ته پاملرنه یوه بنسټیزه او خورا مهمه موضوع وبلله ویی ویل چې د زده کوونکو د درملنې پر ځای وقایې ته لومړیتوب ورکول له اقتصادي پلوه د کورنیو او دهیواد سره مرسته ده. دپوهنې ریس دغه راز دورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې پرمرسته کوونکو ادارو د تکیه کولو پر ځای پر ځان بسیاینې او پر خپلو پښتو ودریدلو ته لومړیتوب ورکړي او په دې برخه کې له ولسي تجربو او دودونو ګټه واخلي. حسیب الله شینواري دیونیسف ادارې نه مننه وکړه چې په بېلابېلو برخو کې له پوهنیز بهیر سره مرسته کوي. بیا د عامې روغتیا وزارت استازي ډآکتر عصمت الله د زده کوونکو لپاره د اوسپنې ګولیو کارول خورا اړین وبلل او دهغې پر ارزښت یې هر اړخیز معلومات وړاندی کړل.دښوونځیو زده کوونکو ته د فولیک اسید یا اوسپنې ګولۍ په ښوونځیوکې په منظم ډول ویشل کیږي چې دزده کوونکو د کم خونۍ د ناروغۍ د کمولو او ذکاوت په ډیرولو کې مرسته کوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS