عبدالسبحان رؤف د پوهنې وزارت د مالي او اداري نوي معین په توګه وپیژندل شو

media-moe
Sat, Dec 21 2019 1:43 PM
عبدالسبحان رؤف د پوهنې وزارت د مالي او اداري نوي معین په توګه وپیژندل شو

پوهنې وزارت- کابل: عبدالسبحان رؤف د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رئیس ډاکتر فیض الله کاکړ له لوري د پوهنې وزارت د مالي او اداري نوي معین په توګه وپیژندل شو او په دې وزارت کې یي خپله دنده پیل کړه.

په دې غونډه کې د جمهوري ریاست د پروګرامونو او حکومتولۍ مرستیال هاورن چخانسوري، د ملي امنیت د شورا مرستیال حمید طهماسبي او د افغانستان جمهوري ریاست یو شمیر چارواکو، د پوهنې وزیر، معینانو، رئیسانو او د مشرتابه یو شمیر غړو هم برخه اخیستي وه.

پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د پوهنې وزارت د مالي او اداري پخواني معین ډاکتر سید حمیدالله له نه ستړې کیدونکو هڅو څخه ستاینه وکړه او د پوهنې وزارت د مالي او اداري نوي معین په توګه یې عبدالسبحان رؤف ته مبارکي ورکړه او د دې معینیت یو لړ مهم مسئولیتونه يې په ګوته کړل.

په دې غونډه کې د جمهوري ریاست لوړ مقام د دفتر رئیس ډاکتر فیض الله کاکړ د پوهنې وزارت وروستۍ لاسته راوړنې بریالی او غوره وبللي.

د پوهنې وزارت مالي او اداري نوي معین عبدالسبحان رؤف د خپلو خبرو په لړ کې د افغانستان د جمهور رئیس او د پوهنې وزیر له باور څخه یې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان ماشومانو لپاره د ښوونیزو خدمتونو ښه والي په لاره کې به په ښه توګه خپله دنده تر سره کړي.

د دې غونډې په پای کې د ډاکتر سید حمیدالله د ۱۰ کلنې دورې له کړنو څخه د مننلیک په ورکولو سره ستاینه وشوه.

د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت مالي او اداري نوۍ معین وړاندې له دې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر ریاست د پالیسي، نظارت او بیاکتنو مرستیال په توګه دنده تر سره کوله او همدارنګه هغه د پوهنې په وزارت کې په ۸۰ لسیزه کې ځلانده مخینه لري.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS