د لوګر د ښوونځیو مسوولینو ته د کانکور د آمادګۍ روزنه ورکړل شوه

media-moe
Sat, Feb 01 2020 11:55 AM
د لوګر د ښوونځیو مسوولینو ته د کانکور د آمادګۍ روزنه ورکړل شوه

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د ځینو لېسو مدیرانو او سر ښوونکو ته د کانکور ازموینې له پروسې سره د زده کوونکو د بلدېدو په موخه روزنه ورکړل شوه.
دغه روزنه د لوړو زده کړو وزارت ورکړه، چې موخه یې د کانکور د راتلونکي ازموینې له اصلي بهیر سره د زده کوونکو بلدول او چمتو کول دي. 
په یاده روزنه کې د ښوونځیو مدیرانو او سر ښوونکو ته د کانکور ازموینې د پروسې په اړه اړینې لارښوونې او معلومات ورکړل شول. 
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي پر یادې روزنې خوښي وښودله او دا یې د کانکور ازموینې له پروسې سره د زده کوونکو د بلدېدو ښه طریقه یاده کړه.
هغه زیاته کړه، چې ډېر ژر به د روزل شویو مدیرانو او سرښوونکو له خوا د کانکور ازموینې ګډونوالو ته د کانکور د آمادګۍ پروګرامونه په لاره واچول شي.
د یادونې وړده، چې د لوګر د کانکور را روانې ازموینې ته د ۳۶۰ نجونو په ګډون ۳۴۰۰ تنو خپل نومونه لیکلي دي.
 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS