د ننگرهار ولایت دڅوارلسمو ټولګیو فارغو ښوونکو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شوه

media-moe
Tue, Feb 25 2020 2:43 PM
د ننگرهار ولایت دڅوارلسمو ټولګیو فارغو ښوونکو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شوه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننگرهار ولایت د پوهنې ریاست اړوند دڅوارلسمو ټولګیو فارغو ښوونکو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شوه.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د پوهنې په ریاست کې جوړه شوي وه ، د ننګرهار پوهنتون او پوهنې ریاست د مشرتابه تر منځه پر ځینو تخنیکي مسایلو ګډ بحث او د نظر تبادله وشوه.
د پوهنې ریاست د انسجام او همغږۍ امر هجرت الله بهیر په خپلو خبرو کې دلوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون له مشرتابه څخه مننه وکړه چې د څوارلسمو ټولګیو فارغو ښوونکو ته یې د لیسانس تر کچې د لوړو زده کړو تر سره کولو زمینه برابره کړه. هغه وویل پوهنې ریاست ژمن دی چې ډیر ژر به د دغو ښوونکو ټول معلومات له ننګرهار پوهنتون سره شریک کړي.
د ننګرهار پوهنتون په استازیتوب د ښوونی او روزنې پوهنځي ریس پوهنوال کریم الله په خپلو خبرو کې وویل د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ دلارښوونې سره سم د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځی مکلف دی چې د څوارلسمو ټولګیو فارغو ښوونکو ته د لسانس تر کچې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.پوهنوال کریم الله وویل کوم ښوونکي چې جلال اباد ښار ته نږدې وي هغوې به له رسمي وخت وروسته په عادي ډول خپلو زده کړو ته راځي او هغوې چې په لرې پرتو سیمو کې استوګن دي دژمې او اوړي ددرې میاشتنیو رخصتیو پر مهال به ورته دزده کړو اسانتیا برابریږي.
دنوموړي د معلوماتو له مخې به ټول ښوونکي د هغوې د رشتو پر اساس (ریاضي،فزیک،کیمیا،بیولوژي، پښتو او دري ادبیات،اسلامي زده کړو، انګلیسي،تاریخ او جغرافیه) څانګو کې جذب شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS