د اسد اوومه د هیواد د ملي بیرغ ورځ څخه نمانځنه وشوه

media-moe
Tue, Jul 28 2020 2:49 PM
د اسد اوومه د هیواد د ملي بیرغ ورځ څخه نمانځنه وشوه

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت مشرتابه او کارمندانو د اسد په اوومه د ملي بیرغ ورځ ولمانځله او د دغه وزارت په انګړ کې یې د هیواد درې رنګه بیرغ پورته کړ.

د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي په دې مراسمو کي وویل: «زموږ بیرغ زموږ هویت او زموږ تاریخ دی. د افغانستان ملي بیرغ د هیواد د یووالي او خواخوږي سمبول او د هرچا لپاره د ویاړ سرچینه ده. دا ویاړلی بیرغ زموږ د قربانیو، اتلولۍ، زغم او ویاړ نمایندګي کوي، او دا د ټولو لپاره ملي دنده ده چې د هغې ساتنه او درناوی وکړي.»

د پوهنې وزارت سرپرستې په هیواد کې د ملي سمبولونو او پیښو په تقویه کولو او ویاړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د پوهنې وزارت به دا ډول غونډو ته وده ورکولو او هڅولو لپاره لا ډیر کار وکړي

هغه همداشان هیله څرګنده کړه چې افغانان به په ټولو برخو په ځانګړي توګه د پوهنې په ډګر کې له سترو لاسته راوړنو او ویاړونو سره، وکولای شي چې د هیواد درې رنګه بیرغ په ټوله نړۍ کې په اهتزاز کې وساتي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS