د پوهنې وزارت د علمي شورا رییس پوهاند عبدالباقي امین د شهادت په اړوند د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د خواشینۍ پیغام

media-moe
Wed, Aug 19 2020 12:23 PM
د پوهنې وزارت د علمي شورا رییس پوهاند عبدالباقي امین د شهادت په اړوند د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د خواشینۍ پیغام

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې نن سهار د ۸:۳۰ بجو په شاوخوا کې د پوهنې وزارت د علمي شورا رییس ډاکټر عبدالباقي امین، د هغه په موټر کې د ځای پر ځای شوي مقناطیسي ماین د چاودنې په پایله کې شهید او د هغه موټر چلونکی ګلبدین خان ټپي شوی.

د پوهنې د کورنۍ په استازیتوب دغه غمجنه پیښه په کلکه غندم او عاملین یې د علم او پوهې د لارې دښمنان ګڼم.

د ښاغلي امین صاحب د شهادت له امله د هغوی درنې کورنۍ ته خپله غمشریکي وړاندې کوم، او د امین صاحب لپاره چې د خپل ژوند ډیره برخه یې د افغانستان ماشومانو ته وقف کړي وه د خدای(ج) نه ورته د جنت فردوس غوښتنه کوم او ښاغلي ګلبدین خان ته د ژر او بشپړې روغتیا هیله کوم،

د عبدالباقي امین شهادت د پوهنې کورنۍ او د افغانستان علمي ټولنې لپاره يوه ستره تشه ده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS